هند د افغانستان، چین او پاکستان درې اړخیزو خبرو پریشانه کړی

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د مقتدرو هېوادونو په لانجو او مسایلو کې باید افغانستان ځان ښکیل نه کړي، خپلې بې طرفۍ حفظ کولو سره د هېوادونو سره د اړېکو انډول مساوي وساتي.

دوی دا خبرې د افغانستان، چین او پاکستان یوې درې اړخېزې غونډې وروسته کوي، چې د هندوستان غوسه یې را پارولي.

د بیجنګ په کوربه توب د  افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو وروستي وی‌‌‌‌‌‌ډیو کانفرانس، چې اصلي موضوع یې د کرونا ناروغۍ په اړه همکاري وه او د پاکستان د اقتصاد وزیر مختار خسرو بختیار پکې نورې خبرې کړې هند پرېشانه کړی دی.

په دې کانفرنس کې د پاکستان استازي تر اصلي اجن‌‌‌‌‌‌ډا ور اخوا د امنیتي همکارۍ خبره هم مطرح کړه او هم افغانستان ته د چین پاکستان اقتصادي دهلېز د غځولو بحث شوی، چې هند د دې پروژې د مخالفت لوری نیولی دی.

د چارو کارپوهان وايي، هند وېره لري چې د پاکستان، نېپال، او چین ترمنځ یې د محاصره کېدلو خطر دی او که افغانستان هم د چین بلاک ته ور جوخت شي نو له یوې خوا به پاکستان په عقبي جبهه کې له افغانستانه بې غمه او د هند مزاحمت ته ور فارغ شي او له بل اړخه به د سي پيک پروژې تطبیق او بریا ته لاره هواره شي.

د دوی په وینا، هند د سي پیک پروژې له دې امله هم مخالف دی چې یوه برخه یې د پاکستان لور ته پراته کشمیر پر سیمه پلې کېږي او چین د کشمیر دا برخه د خپل هېواد برخه ګڼي.

کارپوهان په دغسې یوه کانفرانس کې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر حنیف اتمر ګ‌‌‌‌‌‌ډون غیر محتاطانه او بې سنجشه بولي او دا کار یې تر اوبو مخکې د موزو ایستلو په معنا ګڼي.

سیاسي کارپوهان دا وېره هم لري چې چین به تر پایه افغانستان ته د پاکستان له عینکو وګوري او ممکن افغانستان په دې خطرناکه لوبه کې خپل پخواني دوست هندوستان ته ځان بې باوره او په لوی لاس د پاکستان اقتصادي او امنیتي لومې ته و غورځوي.

خو بل لور ته بیا یو شمېر نور کارپوهان په دې باور دي چې افغانستان د چین، هند او پاکستان له کشمکش څخه ‌‌‌‌‌‌ډېره اغېزمنه استفاده کولای او امتیازات ترلاسه کولای شي.

دوی وايي، د سي پیک پروژې غځېدل د افغانستان د لاجوردو د دهلېز رونق زیاتولای او افغانستان ته د منځنۍ او جنوبي آسیا د پل حیثیت ورکولای شي.

د کارپوهانو په نظر هندوستان غواړې د ایران د چاه بهار بندر له لارې منځنۍ آسیا ته لاره وکړي چې په دې برخه کې به د ایران دوامداره ملاتړ ته هم ضرورت لري خو له بلې خوا د امریکا په مخالفت کې د چین او ایران نیږدېکت لا له وړاندې د هند اندېښنې را پارولي دي.

د هندوستان، چین او پاکستان ترمنځ حالات هغه وخت ترینګلي شول چې هندوستان سږ کال د یوه قانوني بدلون له لارې د کشمیر سیمه په رسمي توګه خپله ضمیمه اعلان کړه. چین له دې کار سره جوخت له هند سره د خپلې پولې په اوږدو کې د هند خلاف تحرکات پیل کړ. څه موده وړاندې د لدخ په سیمه کې ویشت هندي سرتېري په یو برید کې د چینایي ځواکونو لخوا ووژل شول. ورپسې هند دعوه وکړه چې چینایي عسکر د هند پر خلاف د عملیاتو لپاره پر پاکستانۍ خاوره ښکته شوي دي او هند ته یې ګواښ متوجه کړی دی.

بلې خوا ته د امریکا متحده ایالتونو د دې پېښو په غبرګون کې له هند سره د درېدلو اعلان وکړ او تېره اونۍ یې د هند له سمندري ځواکونو سره ګ‌‌‌‌‌‌ډ پوځي مشقونه ترسره کړل.

  • 08 زمری 1399